د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه کمین کې ووژل شو

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایوب تندر

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله‎والو مخالفانو په یوه کمین کې ووژل شو.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې محمد ایوب تندر تېره شپه د یحیی‎خېلو ولسوالۍ د ګل‎وال په سیمه کې کورته ته روان وو چې پرې حمله وشوه.

د ښاغلي ارین په خبره محمد ایوب تندر او ساتونکو يې له وسله‎والو مخالفانو سره نږدې درې ساعته جګړه وکړه.

په دې پېښه کې د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي او درې وسله‎وال مخالفان هم وژل شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته د یاد برید په اړه څه نه‎دي ویلي.