پولیسو په پروان کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړې

د افغانستان په نقشه کې د پروان ولایت

پولیسو په پروان ولایت کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.

د پروان امنیه قوماندان جنرال محفوظ ولي‎زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د وسلو او مهماتو دغه زېرمه د کوه صافي ولسوالۍ په احمدزي کلي کې کشف کړې ده.

د ښاغلي ولي‎زاده په وینا، دغه وسلې او مهمات په سیمه کې د ترورېستي کړنو د ترسره کولو په هدف د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي و.

په دې تړاو تر اوسه څوک نه‎دي نیول شوي.

وسله‎والو طالبانو هم په دې اړه څه نه‎دي ویلي.