مطفي: کورني او بهرني پانګه‌وال هڅوو څو د کانونو پرخه کې پانګونه وکړي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، که داوطلبۍ ته اېښودل شوې ۴۰ پروژې عملي شي، شاوخوا ۳۰۰ مېلیونه ډالره به په‌کې پانګونه وشي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی کورني او بهرني پانګه‌وال هڅوي چې د افغانستان د کانونو په پرخه کې پانګونه وکړي: "که پانګه‌وال د کانونو او استخراجي موادو په برخه کې پانګونه وکړي، نو په مستقیم ډول به خلکو ته کاري زمینه برابره شي او موږ به له دې امله عواید هم راټول کړو."

ښاغلی مطفي وایي، نن به د یو شمېر پانګه‌والو او شرکتونو سره د کانونو د استخراج او بېلابېلو نورو برخو کې تړونونه هم لاسلیک شي.