د "م.م" منشي انتونیو ګوترش: روسیه او ترکیه دې د سوریې ادلیب با ثباته کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په روسیې او ترکیې غږ کړی چې په سوریه کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې ادلیب له کوم ځنډ پرته با ثباته کړي.

هغه دا خبرې پرون خبریالانو ته کړي دي.

ګوترش ویلي چې ادلیب له بشري ناورین کړيږي او دی هلته د جنګ له شدت او له دې چې ورځ تر بلې یې عاملین زیاتیږي اندېښمن دی.

روسیه چې د سوریې په اته کلنه کورنۍ جګړه کې د بشار اسد د رژيم تر شا ولاړه او اخوا ترکیه چې له مخالفینو ملاتړ کوي پروسږکال په ادلیب کې د جګړې د بندولو لپاره یو تړون وکړ، خو دغه تړون کار ورنه کړ.

د سوریې رژيم په ادلیب کې چې د مخالفینو وروستي سنګرونه دي عملیاتونه روان کړي او له امله یې لکونه ملکیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارک لاوکوک پرون د امنیت شورا ته ویلي له کله چې د اپرېل له دېرشمې د سوریې رژيم په ادلیب کې عملیات پیل کړي شاوخوا درې لکه او دېرش زره کسان اړ شوي څو کورونه پریږدي.

هغه ویلي، په همدې موده کې څه باندې ۲۳۰ کسان وژل شوي هم دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ویلي چې له ترکیې سره د دوی تړون بشپړ عملي شوی او دوی د ده په خبره د ترورېزم پر ضد مبارزه لا تشویقوي.