ارزګان کې له افغان سرتېرو سره شخړه پای ته ورسېده

ارزګان کې د نیول شویو غیر مسؤلو وسله‌والو د پلویانو او افغان سرتېرو ترمنځ شخړه پای ته ورسېده.

ارزګان کې د نیول شویو غیر مسؤلو وسله‌والو د پلویانو او افغان سرتېرو ترمنځ شخړه پای ته ورسېده.

په مشرانو جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي وايي، دغه شخړه هغه مهال پای ته ورسېده کله چې امنیه قوماندان د یادو نیول شویو کسانو له ډلې ۲۵ تنه په ضمانت خوشې کړل.

د دغه ولایت امنیه قوماندان هم ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د نیول شویو کسانو له ډلې یو شمېر کسان د سناتورانو په ضمانت خوشې کړل.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

شرافت راپور