په هلمند کې ۲۰۶ کسان له مسلکي زده کړو فارغ شول

په هلمند کې له مسلکي زده کړو د فراغت د مراسمو د ځای یو انځور

د هلمند ولایت د غونډو په تالار کې ۲۰۶ کسانو ته چې نجونې او هلکان دي، له مسلکي زده کړو د فراغت لیکونه، اسباب او وسایل ورکړل شول.

دا زده کړې په هلمند کې د هغو کسانو لپاره دي چې له غیر قانوني کارونو او مهاجرتونو لاس اخلي.

په هلمند کي د مرسي کورپ موسسې اړوند د حرفوي او مسلکي زده کړو د پروګرام مسؤل مجاهدالله احساس وویل، غواړي چې دغه پروګرام یو شمېر ولسوالیو ته هم وغځوي او د هغو ځوانانو لپاره د کار او مسلک زمینه برابره کړي چې په پیسو پسي پر قاچاقي او خطرناکو لارو اروپايې هېوادونو ته ځي.

مرسي کورپ په هلمند کي په ۲۰۰۸ میلادي کال کې خپل لمړي کارونه د کرنې په برخه کې پیل کړل چې تر ټولو ډېره پراختیا يې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ وکړه.

د حرفوي زده کړو په دغه ورکشاپ کې د برقي سامانونو په اړه د پوهاوي ترڅنګ ګلدوزي، موبایل جوړونه، نجاري او یو شمېر نور ورځني مسلکونه شته چې د فارغو کسانو په خبره، اماده دي چې په خپله زده کړې رشته کې کار وکړي او او په خبره یې چې د حکومت او مرستندویو ادارو دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.