د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه سوځول شوي

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه نن د جون په اتلسمه، سوځول شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، نقیب الله یوسفي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې پردې ټانکرونو له لېرې ډزې شوې وې.

په پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی په کې رسېدلی.

یوسفي وویل چې دا کار د وطن دښمنانو کړی او د کومې ځانګړې مخالفې ډلې نوم یې نه‌دی اخېستی.

چشمه شېر د کابل او بلخ پر لویه لاره پرته سیمه ده.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې د دې سیمې ځينې برخې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي او د تېلو پر موټرو وخت نا وخت داسې حملې او غلاوې کېږي.

د پېښې مسئولیت چا نه‌دی اخیستی.