له جرمني څخه ۱۱ افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسېدل

ارشیف، یو شمېر هغه ځوانان چې له جرمني را ایستل شوي د کابل هوايي ډګر کې. March 28, 2017

له جرمني څخه یوولس افغانان چې د پناه غوښتنې عریضې یې رد شوې وې، نن سهار کابل ته ورسېدل.

دا کسان د جرمني حکومت افغانستان ته ستانه کړي دي.

د جرمني د خبري اژانس «ډي، پي، ای» په حواله، دا د افغانانو ۲۵مه ډله ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر راهیسې افغانستان ته استول شوي دي.

د جرمني د خبري اژانس په حواله، له هغه راهیسې ۶۰۰ افغان نارینه چې د پناه غوښتنې عریضې یې رد شوې وې، د جرمني حکومت افغانستان ته ستانه کړي دي.

په جرمني کې د افغانستان د یو شمېر پناه غوښتونکو د ردېدو په اړه جدي بحثونه کېږي.

یو شمېر کسان چې د دې کار مخالف دي، ادعا لري چې افغانستان ډېر خطرناک هېواد دی او د دې وړ نه دی چې پناه غوښتونکي ور ستانه شي.