ایران د امریکا د سایبري جاسوسۍ د یوې شبکې د کشف ادعا کوي

د امریکا او د ایران ګډ بیرغونه

ایران ادعا کوي چې د امریکا د سایبري یا انټرنټي جاسوسۍ یوه شبکه کشف کړې او په نتیجه کې یې په څو هېوادونو کې یو شمېر جاسوسان هم نیول شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، دا شبکه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې «CIA» چلوله.

دا تور پرون د دوشنبې په ورځ د ایران یو جګ‌پوړي امنیتي چارواکي ولګاوه او دا په‌داسې حال کې ده چې د واشنګټن او ایران اړیکې د پخوا په پرتله زیات ترینګلې شوي.

«IRIB» دولتي چینل پرون د جون په ۱۷مه د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني له قوله لیکي چې نوموړي ویلي، د ایران استخباراتي ادارو د سایبري جاسوسۍ ډېره پېچلې شبکه چې په بېلابېلو هېوادونو کې د «CIA» د عملیاتو لپاره مهمه وه، کشف کړې او ویجاړه کړې.

شمخاني ویلي چې ایراني چارواکو د دې شبکې په اړه له خپلو متحدانو څخه معلومات ترلاسه کړل او په نتیجه کې یې د «CIA» دا جاسوسان نیولي دي.