د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر نن محکمې ته بیول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر محکمې ته د بیولو په حال کې

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر نن دوشنبه په بنو کې محکمې ته وروستل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتون د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې علي وزیر نن په ډاډه زړه محکمې ته ورغی او دوی به له قانون سره سم د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

ده وویل: عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال علي وزیر ډېر مطمئین و او هم دا ډاډ موږ خپل ولس ته ورکوو چې په دا جېلونو او وهلو ټکولو باندې هېڅ څوک موږ نه شي ډارولی، زموږ حوصلې تر پخوا هم لوړې دي او موږ به د قانون تر سیوري لاندې خپل جهدوجهد جاري ساتو.

د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر د مې په شپږویشتمه د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته بند ته اچول شوی دی.

تر هغه وروسته د پاکستان د پارلمان بل غړی او د پښتون ژغورنې یو مشر محسن داوړ هم بندي شوی دی.

علي وزیر او محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پوځ تورنوي چې د مې په ۲۶مه یې په خړ کمر کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو ډزې کړي، ۱۳ کسان یې وژلي او تر ۴۰ زیات یې ټپیان کړي.

د پاکستان پوځ بیا ادعا کوي چې د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر یوه پوسته برید وشو چې د دوی پنځه عسکر یې ژوبل کړل او د پوځ په ځوابي ډزو کې د دوی په وینا یوازې درې ولسي کسان وژل شوي دي.