د ارزګان ولایت یو شمېر خلکو نن په مرکز ترینکوټ ښار کې د حکومت له خوا د دوو پخوانیو قوماندانانو په نیولو اعتراض وکړ.
د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، د دغو کسانو شمېر شااوخوا دوه سوه تنو ته رسېده او د ولایت په انګړ کې یې اعتراضي ناسته کړې وه.
دوی ټینګار کاوه چې د ارزګان د امنیت پخوانی امر نورزی او په دغه ولایت کې د لویو لارو پخوانی قوماندان غلام دستګیر الماس باید بېرته خوشې شي.
د ارزګان ولایت او امنیه قومانداني په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
د ارزګان یوې باوري امنیتي سرچینې تأیید کړې چې د ارزګان د امنیت پخوانی امر نورزی یې له شپاړسو وسله والو کسانو سره یوځای پرون نیولی دی.
پر نورزي او غلام دستګیر الماس د غیر مسؤلو وسله والو د لرلو او د وسلو د ساتلو تورونه دي.
د لویو لارو د پخواني قوماندان غلام دستګیر الماس د نیولو پر مهال امنیتي ځواکونو یو نیم کانټینر بېلابېلې وسلې هم ضبط کړې دي.