د غزني اوسېدونکي: د برښنا د مزو پرې کېدو لکونه افغانۍ زیانونه اړولي

ارشیف، په غزني کې د بریښنا د ریاست کارکوونکي د بریښنا پرې شوي لاینونه رغوي.

د غزني اوسېدونکي وايي، هره ورځ د برښنا د مزو پرې کېدو لکونه افغانۍ زیانونه اړولي دي.

دوی وايي، په دولتي دفترونو، کاروباري مرکزونو او ځینو نورو ځایونو کې د برښنا نه شتون یې کارونه په ټپه درولي دي.

بل لوري ته د غزني د برښنا شرکت هم د برښنا د لاینونو پرې کېدل د ولسي خلکو، تجارانو، وړو کارخانو، برښنا شرکت او افغان دولت ته یوه ستره اقتصادي ضربه بولي.

د برښنا شرکت رئیس انجنیر جان محمد ازادي راډیو ته وویل: "د تېر یوه نیم کال په دوران کې زرګونه متره لاینونه پرې شوي او غلا شوي چې یو متر یې په ۲۲ ډالره دی."

دی وايي، موږ باید په هر ساعت کې درې مېګاواټه برښنا وپلورو، که دا ونه پلورو نو تاوان کوي چې له دې سره مو سخت اقتصادي زیانونه لیدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې یوه کال څخه غزني ته وارداتي برښنا ورغلې، خو تقریباً په اوونۍ کې یو ځل یې لاینونه قطعه کېږي چې دوه درې ورځې ورسره برښنا نه وي.