د پروان په هوفیان چوک کې اورلګېدنې دوکانداران زیانمن کړي

د افغانستان په نقشه کې د پروان ولایت

د پروان ولایت په هوفیان چوک کې نن له غرمې مخکې اورلګېدنې دوکاندارانو ته تاوان اړولی دی.

دوکانداران وايي چې لومړی د تیلو یو دوکان اور اخېستی و او وروسته اور د بازار ګڼو نورو دوکانونو ته ورسېد.

معلومه نه‌ده چې دوکاندارانو ته څومره تاوان رسیدلی دی.

د پروان د اور وژنې مامورینو دا اور مړ کړی دی.

دوکانداران د پروان د اور وژنې اداره تورنوي چې سیمې ته ډېره ناوخته ورسېدل.