د جون اولسمه د وچکالۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده

په هرات کې د وچکالی له امله یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

نن د جون اولسمه د وچکالۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. دا ورځ په نړۍ کې د دښتو د سمسورلو او د شاړو ځمکو د تخریب د مخنیوي د هڅو په هدف لپاره لمانځل کېږي.

که څه هم سږ کال د افغانستان په ګڼو سیمو کې ورښتونه شوي، خو لا هم په ځینو سیمو کې د وچکالیو خطر موجود دی.

جوزجان یو له هغو سیمو دی چې مالداران یې له وچکالیو اندېښمن دي.

د جوزجان یوه اوسیدونکي شېرمحمد ازادي راډیو ته وویل: "ما درې سوه پسونه درلودل، اوس لس دانې هم نه لرم. وچکالۍ هر څه ختم کړل. موږ خپل پسونه په دوه زره افغانیو خرڅ کړل خو اوس د شبرغان په بازار کې یو پسه په اته زره افغانیو خرڅوي."

د جوزجان د کرنې ریاست هم تأییدوي چې وچکالیو شنې سیمې ختمې کړي او څاروي د وښو د نشتوالي په خاطر تلف شوي.

مخکې د افغانستان د افغانستان د کرنې وزارت ویلي چې په زیانمنونکو سیمو کې یې د مالدارانو د زیانونو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.