د طالبانو له بنده ازاد شوي کسان د طالبانو له ناوړه چلنده شکایت کوي

په کندز کې د طالبانو له بنده ازاد شوي بندیان

په کندز کې د طالبانو له زندانه ازاد شوي بندیان شکایت کوي چې د طالبانو له خوا له دوی سره غیر انساني او ناوړه چلند شوی دی.

په دې وروستیو کې یو شمېر ملکي وکړي او دولتي کارکوونکي د کومانډو ځواکونو په ځانکړو عملیاتو کې د کندز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندانه خوشې شوي چې د دغې ډلې له لوري ورسره د غیر انساني چلند خبره کوي.

دوی زیاتوي چې د بند پرمهال د وسله والو طالبانو له خوا شکنجه شوي، وږي ساتل شوي او دومره سخت وهل شوي چې اوس سم ګرځېدی نشي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې له دوی دوه تنه دولتي کارکوونکي دي او پاتې ۱۱ یې ملکي وګړي دي چې په بېلابېلو تورونو د طالبانو له خوا بندیان شوي وو.

بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دغې ډلې له خوا د بندیانو شکنجه کول ردوي.

په دې وروستیو کې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له زندانونو د بندیانو د خوشې کولو په هدف پوځي عملیاتو ته زور ورکړی چې په پایله کې یې سلګونه بندیان د طالبانو له زندانونو ژغورل شوي دي.