د خوست چارواکي: د طالبانو له توقيفه دوه زلميان راخوشې شوي

د افغانستان په نقشه کې د خوست ولایت

د خوست چارواکي وايي چې د وسله‌والو طالبانو له توقيف څخه يې دوه زلميان راخوشې کړي دي.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو غوښتل دا دوه زلميان د وسله‌والو فعالیتونو لپاره وروزي.

د خوست مرستيال والي وویل، دا زلمیان د ځاځي میدان له نږدې غرونو تېر کال د وسله‌والو طالبانو له‌خوا تښتول شوي وو چې د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو له توقيف څخه خوشې کړای شول.

چارواکي وايي، د دغو زلميانو پلرونه په امنيتي ځواکونو کې دنده ترسره کوله ځکه نو يې زامن تښتول شوي وو.

وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه څه نه دي ويلي.