د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه وايي چي په داخلي روغتونو کې ١٤١ هغه ماشومان تداوي کوي چې د زړونو د سوري په ناروغۍ اخته دي.
دې ټولنې نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه ماشومان به د افغانستان د خپلواکۍ د بيا ګټلو د سلمې کليزې په مناسبت په وړيا ډول تداوي شي.
د سرې مياشتې ټولنه وايي، له ٢٠٠٨ میلادي کال راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته نږدې ١٦٠٠٠ ماشومان راجستر شوي چې له دې جملې ٩٠٠٠ يې تداوي شوي او ٦٧٠٠ نور درملنې ته انتظار دي.
د افغانستان روغتيايي چارواکي وايي، په بارودو د ککړې هوا تنفس کول او د اميندوارۍ پر مهال د ميندو بې پروايي د زړه په سوري د ماشومانو د اخته کېدو عمده علتونه دي.