په هرات کې ښوونکو خپل کاري اعتصاب په مشروط ډول پاى ته ورساوه

په هرات ولايت کې ښوونکو خپل هغه کاري اعتصاب چې له يوې مياشتې روان و، په مشروط ډول پاى ته ورساوه.

دغه ښوونکي وايي، که د امتيازونو د زياتېدو لپاره يې غوښتنې پرځاى نه شي، خپل اعتصاب به بېرته پيل کړي.

د پوهنې وزارت سلاکار غلام دستګير چې هرات ته تللى، وايي چې د ښوونکو امتيازونه به په تدريجي ډول زياتېږي، خو دا پروسه ٣ کاله وخت نيسي.

د ازادي راډیو خبريال وايي، په دغه کاري اعتصاب کې د هرات د ٩٠ فيصده ښوونځيو ښوونکو برخه درلوده.