د روغتیا وزارت: تېر میلادي کال له ۱۷۰۰ ډېرې مېرمنې د سینې له سرطانه مړې شوي

آرشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې څه باندې ۳۰۰۰ مېرمنې د سینې په سرطان اخته شوي چې له ۱۷۰۰ ډېرې یې له همدې امله مړې شوې دي.

ناسم تشخیص، د درملنې لوړلګښت او د درملنې لپاره د معیارې امکاناتو نه شتون هغه موارد دي چې د تي یا سینې په سرطان اخته ښځې یې په اړه شکایت کوي.

مېرمن عالمه له یوه کال راهیسې په دغه سرطان اخته ده او د درملنې لپاره د کابل جمهوریت روغتون ته راغلې ده.

دا وايي، له کومې ورځې راهیسې چې بستر شوې، په درملنه یې ډېرې پیسې لګولې دي.

دې زیاته کړه: د سینې په سرطان اخته یم، په یوه اوونۍ کې مې په معایناتو او درملنې ۵۰ زره افغانۍ لګېدلي دي، اقتصادي توانايي نه لرو، ډاکترانو وویل، باید بستر شم، پیسې نه لرم، مېړه مې اوزګار دی، ډول ډول معاینات مې وکړل.

مېرمن عالمه چې د دې په خبره له دردونو ځورېږي، له حکومت او په تېره د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې د سینې سرطان د درملنې لپاره ښه امکانات برابر کړي.

له بلې خوا د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل چې په سرطان اخته ده، په هېواد کې له ناسم تشخیصه شکایت کوي.

اغلې کړوخېل وايي، که ډاکتران پر وخت سم تشخیص وکړي، یاد سرطان د درملنې وړ دی.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل

​دا وایي: که زه په لومړي سر کې تشخیص شوې وای، ښايي هېڅ ستونزه نه وه، ښه به وم او په ارزانه درملنه به ښه شوې وم، خو دا چې ډاکتران سم تشخیص نه شي کولی، د اندېښنې وړ ده، له همدې امله ډېره اړتیا ده چې دا شان سمپوزیمونه جوړ شي چې د طبابت کارکوونکي وپوهېږي او له ناروغ سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، سرطان دوه لاملونه لري، یوه ژینیتیکي چې مخنیوی یې ګران دی او بل غیر ژینیتیکي چې مخه یې نیول کېږي.

د فزیکي فعالیتونو نه کول، ډېر وزن، د الکولي مشروباتو کارول، مضره شعاع، ډېر عمر، نه امیندواره کېدل او ماشومانو ته د خپلو شیدو نه ورکول د سینې پر سرطان د ښځو د اخته کېدو عمده لاملونه دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ۲۰۱۸ میلادی کال کې په هېواد کې ۳۰۰۰ مېرمنې په دغه سرطان اخته شوې وې چې ۱۷۰۰ یې مړې شوې دي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د رسولو مرستیال فدا محمد پیکان د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سینې سرطان په لومړي ملي سمپوزیم کې وویل، که څه هم د یاد سرطان د تشخیص او درملنې لپاره یو لړ کارونه شوي، خو کافي نه دي.

ده وویل: روغتیايي تېرونې زموږ د هېواد عمده ستونزې دي، په دې هکله ستاسي جدي توجو غواړم، ان شاالله په نږدې ورځو کې به د سینې سرطان د درملنې دوه، لس بستریز مرکزونه په بلخ او هرات ولایتونو کې پرانیستل شي، موږ د پراختیا په حال کې یوو، لاسته راوړنې ښې دي، خو کافي نه دي او ډېرو هڅو ته اړتیا شته.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دامهال په افغانستان کې دننه د سینې سرطان تشخیص او درملنه د کابل په استقلال او جمهوریت او د هرات ولایت په روغتونونو کې کېږي.