ټاکل شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ جام په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان او انګلیند لوبه وګوري.
ټاکل شوې چې دا لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره شي.
افغان ولسمشر نن د بریتانیا حکومت په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو چې د سفر اصلي هدف یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د سولې موضوع ښودل شوې.
افغانستان تر اوسه د کرکټ په نړیوال جام کې څلور لوبې کړي چې څلور واړه یې بایللې دي.