د اټمي تړون لاسلیک کوونکو هېوادونو ته د روحاني خبرداری!

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، که چېرې له دې هېواد سره د اټمي تړون لاسلیک کوونکې نور هېوادونه مثبتې نښې ونه ښيي، هېواد به یې د دې تړون په چوکاټ کې له ناچارۍ ځیني اقدامات وکړي او دې تړون ته له خپلو یو شمېر ژمنو به په شا شي.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اسیايي هېوادونو په سرمشریزه کې روحاني وویل، ایران پرېکړه کړې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ د پیاوړو هېوادونو سره به د لاسلیک شوې اټمي تړون ته د خپلو ځینو ژمنو عملي کېدل وځنډوي.

نوموړي ونه ویل چې ایران له خپلو کومو ژمنو په شا کېږي او دا چې تهران څه ډول مثبتې نښې غواړي.

د تېر کال په مې میاشت کې چې کله د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ له دې تړون څخه د امریکا د ایستلو او پر ایران د بندیزونو د بېرته لګولو پرېکړه وکړه، ایران د دې تړون په وړاندې د خپلو ځینو ژمنو عملي کول ودرول.

روحاني د سیکا په غونډه کې راټولو شویو روسي، چینايي او د اسیايي هېوادونو نورو مشرانو ته وویل، ایران په یو اړخیزه توګه نه شي کولی چې دې اټمي تړون ته ژمن پاتې شي.

نوموړې زیاته کړه چې تهران به د اټمي تړون په وړاندې د خپلو ځینو تعهداتو ساتلو ته هم دوام ورکړي.