دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ وسله وال وژل شوي

ارشیف، په هلمند کې افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د بېلابېلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۲ وسله وال وژلي دي.

دفاع وزارت نن شنبه غرمه مهال په یوې خبرپاڼې کې وویل، د جمعې له ورځې راهېسې یې په څو ولایتونو کې لس تعرضي او چاڼیز عملیات کړي، یواتیا کومانډويي چاپې یې وهلي او د "ترهګرو" پر ځالو یې ۲۲ هوايي بریدونه کړي دي.

د دې وزات د خبرپاڼې په وینا، د "د هلمند ولایت په موسی کلا، سنګین او مارجې ولسوالیو کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي" همدارنګه یې د زابل ولایت په شینکۍ او میزانې ولسوالیو کې هم د ۱۵ وسله والو د وژل کېدو او دوه تنو د نیول کېدو خبر ورکړی.

په خبرپاڼه کې د غزني په چاوڼۍ، رستم او نور کلیو کې هم اتو وسله والو، په بدخشان او لوګر کې د لږترلږه څلورو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې ده.

دفاع وزات خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په مشخصه توګه د دفاع وزارت د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي او په خپلواکه توګه هم د افغانستان د دفاع وزارت د دې ادعاوو سپیناوی ستونزمن دی، خو د یکشنبې له ورځې راهېسې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د تودو جګړو او نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.