د شانګهای د همکارۍ سازمان د همکاریو د پراختیا یوه اعلامیه لاسلیک کړه

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشران

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د همکاریو د پراختیا یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

هغوی پرون د جون په څوارلسمه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د غونډې په وروستۍ ورځ ټینګار وکړ چې ټول به د سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره کار کوي او همکاري به زیاتوي.

د سازمان د دایمي غړو روسیې، چین، قرغزستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

غونډې ته د سازمان د دایمي غړو هند او پاکستان صدراعظمان ورغلي وو.

د شانګهای د همکارۍ سازمان نوبتي مشري روسیې ته ور ورسېده، د دې سازمان بله غونډه به کال ته په روسیه کې وي.

د روسیې د جمهوري ریاست یوه مرستیال یوري اوشاکوف پرون خبریالانو ته وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان مشران د ترورېزم او مخدره موادو پر ضد په مبارزه، اقتصادی پرمختګ او بشري مرستو خبرې کولې.

د روسیې، چین او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو مشران له بشکېکه پرون تاجکستان ته ولاړل.

هغوی به په تاجکستان کې نن د جون په پنځلسمه د اسیا د تعامل او باور جوړولو سازمان په غونډه کې ګډون وکړی.