خلیلزاد پرون په کابل کې د ناروې له شارژدافیر سره کتلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د جون په څوارلسمه په کابل کې د ناروې له شارژدافیر پېر البرت ایساس سره کتلي دي.

خلیلزاد په یوه ټوېټ کې لیکلي چې ناروې له افغانستان سره د مرستې اوږده تجربه لري.

همدا راز ناروې د بحرانونو د حل او د مذاکرو لپاره د زمینې برابرولو لپاره هم له پېژندل شویو هېوادونو ګڼل کېږي.

خلیلزاد لیکلي چې په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره په هڅو کې د ناروې ملاتړ او تجربه ګټه رسولی شي.

زلمي خلیلزاد تر اوسه شپږ وارې په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره کتلي او د اوومې کتنې لپاره هم بحثونه روان دي.

هغه د جون په دولسمه د افغانستان د جمهور رئیس او یو شمېر سیاسي مشرانو او د ښځو د شبکې له استازو سره خبرې وکړې.