د شانګهاى د همکارۍ سازمان سرمشريزه نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې پيل شوه.
پهدې غونډه کې د روسيې، چين، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان رهبران برخه لري.
په سرمشريزه کې افغانستان، بېلاروس، ايران او منګوليا هم ګډون کړى چې د شانګهارۍ د همکارۍ سازمان څارونکي غړي دي.
د روسيې د جمهوري رياست همکار يوري اوشانکوف وويل، سرمشريزه به د امنيت پر موضوع، د ټرورېزم او مخدره موادو د قاچاق په وړاندې په مبارزه کې د دغه سازمان د غړيو ترمنځ د همکارۍ پر پراختيا تمرکز وکړي.
د ده په وينا دوى به پر اقتصادي پرمختګ، صنعت او د بشرپالنې په برخه کې پر همکارۍ هم خبرې وکړي.
د اوشاکوف په وينا رهبران به په سرمشريزه کې په افغانستان کې پر روان وضعيت او د ايران د ٢٠١٥میلادي کال د اټمي تړون پر موقف هم بحث ته کښېني.
د امريکا متحد ايالاتونه له دغه تړونه چې د تهران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و، وتلي او پر تهران يې بيا بنديزونه لګولي دي.