ايران: پر تهران د واشنګټن بنديزونه، د منځني ختيځ امن ته ګواښ پېښوي

د ايران ولسمشر حسن روحاني

د ايران ولسمشر وويل، پر تهران د واشنګټن بنديزونه، د منځني ختيځ امن ته جدي ګواښ پېښوي.

حسن روحاني دا خبره نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان سرمشريزې ته وکړه.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امريکا متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په عمان خليج کې د تېلو پر يوې جاپانۍ او يوې نارويژۍ تجارتي ټانکرونو حملې د ايران کار وباله چې د امريکا سمندري ځواکونو بيا دغه ټانکرونه بدرګه کړل.

ايران په دغو حملو کې خپل هر ډول ارتباط رد کړى دى.

د ايران ولسمشر هم په خپلو خبرو کې پرونيو حملو ته اشاره ونه کړه.

خو حسن روحاني سرمشريزې ته وويل، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د يو اړخېز پالنې د هغې اوبا مسووله ده چې تر بل هر وخت يې نړيواله ټولنه له چنلج سره مخامخ کړې ده.

د هغه اشاره د تهران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پرېکړې ته وه.

حسن روحاني وويل، ايران به د دغه تړون درناوي ته دوام ورکړي او د اټمي تړون له پاتې لاسليکوونکو يې هم د خپلو تعهداتو د پرځاى کولو غوښتنه وکړه.

په سرمشريزه کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان د دايمي غړو روسيې، چين، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان رهبران برخه لري.

په سرمشريزه کې افغانستان، بېلاروس، ايران او منګوليا هم ګډون کړى چې د شانګهاى د همکارۍ سازمان څارونکي غړي دي.