داعش د تاجکستان په يوه زندان کې د یوه بلوا مسؤليت ومانه

د تاجکستان ملي بیرغ

د اسلامي دولت ډلې يا داعش د تاجکستان په يوه زندان کې د هغې بلوا مسؤليت ومانه چې په نتيجه کې يې ٣٢ کسان وژل شوي وو.

په زندان کې دغه بلوا د مې مياشتې پر ٢٠مه شوې وه.

داعش ډلې نن په يوه اعلاميه کې چې د دوى په انلاين خپرونه النبا کې خپره شوې ويلي، «حمله کوونکي» د دې ډلې په خبره د «خلافت سرتېري» وو.

دغه زندان چې امنيتي تدابير يې شديد وي، د پلازمېنې دوشنبې په ١٥ کيلومترۍ کې پروت دى.

د داعش ډلې په دې انلاين خپرونه کې د دې ادعا د ثبوت لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت ويلي وو، د ٣٢ وژل شويو کسانو په ډله کې ١٧ تنه يې هغه کسان وو، چې د داعش ډلې د غړيتوب په تور بنديان شوي وو.

د کورنيو چارو وزارت ويلي وو په وژل شويو کې د تاجکستان د اسلامي رنسانس ممنوعه ګوند درې غړي هم شامل وو.