بدخشان: ځینو ولسوالیو کې وسله‌والو د پوليو ضد واکسين مخه نيولې

د بدخشان ولايت چارواکي وايي، په ځينو ولسواليو کې بهرنيو وسله‌والو ماشومانو ته د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين د کمپاين مخه نيولې ده.

د دوى په خبره له درېيو کلونو راهيسې شا و خوا ٦٠٠٠ ماشومان له دغه واکسين څخه بې برخې شوې دي.

د بدخشان د روغتيا رئيس نور خاوري ازادي راډيو ته وويل، د دغه کمپاين په وړاندې تر ډېره بهرنيو وسله‌والو خنډ جوړ کړى: "ځينې بهرني کسان شته چې نه پرېږدي ماشومان واکسين شي. نږدې ٦٠٠٠ ماشومان په مخکنيو کمپاينونو کې له واکسين څخه بې برخې پاتې شوي دي."

د بدخشان د روغتيا رئيس وايي، دغه ماشومان په يفتل پايان، کوهستان او راغستان ولسواليو کې چې د دولت د وسله‌والو مخالفانو حضور کې په‌کې زيات دى، له واکسين څخه بې برخې پاتې شوې دي.

روغتيا وزارت تر دې مخکې ويلي وو چې په ننګرهار او کونړ کې هم ٦٠ زره ماشومان له دغه واکسينه بې برخې پاتې شوې دي.

تردې مخکې له ارزګان، هلمند او کندهاره هم په راپورونو کې ويل شوي وو چې د دولت وسله وال مخالفان د ګوزڼ-ضد واکسين د کمپاين مخه نيسي.