په کندهار کې پوليس وايي چې د وسلهوالو طالبانو ٨ کسان نيول شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، په نيول شويو کې دوه تنه د کوټې شورا غړي دي: "پنځه تنه جنګي طالبان دي يو غلچکى بريدکوونکى دى چې له يوې تفنګچې سره لاس په لاس نيول شوى او دوه تنه يې د کوټې شورا غړي دي. د کوټې شورا غړو طالبانو ته په کندهار کې کسان جلبول."
د کندهار د پوليسو وياند وايي، د کوټې شورا نيول شويو غړو په کندهار کې ملکي او پوځي چارواکو ته د مرګ ګواښونه کول.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.