د قرغزستان ولسمشر وايي، هېواد يې د افغانانو په مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
سورونباى جيين بيکوف تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوه اړخېزو اړيکو تر څنګ د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې دواړو مشرانو د ټرورېزم په وړاندې پر مبارزه او اقتصادي همکاريو هم بحث وکړ.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بشکیک ته رسېدلی، پرون يې د هندوستان له صدراعظم سره هم د افغانستان د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
ناريندرا مودي په يوه پښتو ټويټ کې ويلي چې له ولسمشر غني سره يې کتنه په زړه پورې وه.
د ده په خبره دوى د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د اړيکو پر لا پياوړتيا خبرې وکړې.
په ټويټ کې ويل شوي، چې «هندوستان په بشپړه توګه د دې هېواد د وګړو لپاره د سولې په هدف د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي.»