د نیوزیلنډ په جوماتونو کې پر بریدونو تورن پر ځان لګیدلي تورونه رد کړل

د نیوزیلنډ په جوماتونو کې پر بریدونو تورن

هغه اسټرالیايي چې د نیوزیلنډ په دوو جوماتونو بریدونو کې د ۵۱ کسانو په وژلو تورن دی، پر ده لګیدلي ټول تورونه رد کړي. د نوموړې محاکمه د ۲۰۲۰ میلادي کال د مې په څلورمه نېټه پلان شوې ده.

برینټان ټارانټ چې د قتل په ۵۱ تورونو، د قتل د هڅې په ۴۰ تورونو او د ترهګرۍ په یو تور تورن دی، د جمعې په ورځ په ټولو کې ځان بې ګناه وباله.

دا ۲۸ کلن مشکوک د اوکلانډ د زندان له یوې وړې خونې د ویډیو له لارې په محکمه کې څرګند شو.

د هغه وکیل د نوموړې په استازیتوب د ده د ځان بې ګناه بللو غوښتنه محکمې ته وړاندې کړه.

تمه کېږي چې دا محاکمه به شپږ اوونۍ دوام وکړي.

څو میاشتې مخکې په نیوزیلنډ کې په وسلو سنبال یو بریدګر د جمعې د لمانځه پرمهال پر مسلمانو لمونځ کونکو ‌ډزې وکړې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

دا د نیوزیلنډ په تاریخ کې تر ټولو لویه ډله‌ییزه وژنه بلل شوې ده.