امریکا په خلیج کې پر ۲ تیل وړونکو کښتیو حمله د ایران کار بولي

د عمان په خلیج کې دوه د تیلو ټانکرونه تر برید لاندې راغلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خلیج کې پر دوو تیل وړونکو تجارتي کښتیو حمله د ایران کار بولي او وايي چې دا په سیمه کې د کړکېچ د پراخولو لپاره د ایران د کمپاین یوه برخه ده.

مایک پامپیو پرون پنجشنبې په واشنګټن کې د خبرو پرمهال د کارول شویو چاودېدونکو موادو څرنګوالي او د دې حملې پېچلتیا ته د اشارې په ترڅ کې وویل، دا د هغو حملو لړۍ ده چې ایران او لاسپوڅو یې د امریکا او د امریکا د متحدانو پرضد پیل کړي.

پرون د جون په ۱۳مه د عمان په خلیج کې په دوو تیل وړونکو تجارتي کشتیو کې چې چاودنې وشوې او اور یې واخېست.

له دې کشتیو یوه- چې ۲۱ تنه عمله یې لرله د یوه جاپاني شرکت او بله چې ۲۳ تنه عمله یې درلوده د یو ناروېژي شرکت وه.

د دې کشتیو چلوونکي وايي چې له پېښې وروسته ټوله عمله د نژدې کشتیو له خوا وژغورل شوې، خو د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران سمندري ځواک د کشتیو ۴۴ تنه عمله ژغورلي او هغوی یې د ایران یوه ساحلي بندر ته لېږدولي، خو متحد ایالاتو دا ادعا رد کړې او وايي چې د امریکا سمندري ځواکونو دا کسان ژغورلي دي.

له دې پېښې نژدې یوه میاشت مخکې د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نژدې پر څلورو تېل وړونکو کشتیو حملې وشوې چې په خلیج کې د تهران او واشنګټن ترمینځ کړکېچ یې لا پراخ کړ.