د کډوالو نړیوال سازمان «ای.او.اېم» وايي چې سږکال له ۲۰۵،۸۲۹ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نهلرل، له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.
«ای.او.اېم» په یوه بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې دا کډوال د روان میلادي کال له پیله د روانې جون میاشتې تر لومړیو پورې هېواد ته ستانه شوي او ډېره برخه یې چې شمېر یې نژدې ۱۹۶ زرو ته رسېږي، له ایرانه راغلي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوي چې د روان کال تر پایه ښايي له پنځه لکه اویا زرو زیات افغان کډوال په ایران کې د اقتصادي بحران له کبله افغانستان ته ستانه شي.
د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې له ۷۷۳ زرو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شول.
د «ای.او.اېم» د ارقامو له مخې له ۲۰۱۲ میلادي کال وروسته له ۳،۲ میلیون زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي خو په عین حال کې د جګړو او وچکالیو له کبله له درې نیم میلیون زیات نور خلک په هېواد کې دننه د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.