د بغلان پولیس: د ۲ قوماندانانو په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

د بغلان پولیس وايي، امنیتي ځواکونو د دوو قوماندانانو په ګډون د طالبانو پنځه وسله‌وال وژلي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې په‌دې اړه وویل:"د بغلان د امنیه قوماندانۍ پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو د دوشي ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې عملیات وکړل. په نتیجه کې د دولت پنځه وسله‌وال مخالفین ووژل شول او د دوی دوه تنه سرګروپان هم په وژل شویو کې شامل دي."

د ښاغلي بشارت په وینا په دوشي ولسوالۍ کې دا عملیات پرون سهار مهال وشول.

طالبانو تراوسه په بغلان کې د دې ډلې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.