جلال‌اباد کې انتحاري حملې ۹ تنه وژلي او ۱۲ یې ټپیان کړي

د جلال اباد پېښه

په جلال اباد ښار کې په پرونۍ انتحاري حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر نهو کسانو ته ورسېد.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې د څلورو پوځیانو په ګډون ټول نهه کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان دي:"په پېښه کې ۹ تنه شهیدان شوي چې یو ماشوم، ۴ پوځیان او ۴ ملکي وګړي په‌کې دي. همدا راز ۱۲ تنه ټپیان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې ۳ پوځیان، ۳ ماشومان او ۶ نور په‌کې دي."

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې په ټپیانو کې د درېیو کسانو صحي حالت نازک دی.

له دې مخکې ویل شوي وو چې په‌دې چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د ننګرهار چارواکو ویلي دي چې د جلال‌اباد ښار په شپږمه ناحیه کې پرون د پنجشنبې په ورځ مازیګر یوه انتحاري بریدکوونکي د سیمه‌ییزو پولیسو پر یوه موټر چاودنه وکړه.

د دې حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.