د پروان ولايت پولیسو د دوو عملياتو په نتيجه کې نژدې لس کيلو ګرامه چرس او هيروئين د قاچاق کولو پر مهال ونيول.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې وشول، په لومړيو عملياتو کې څلور کيلو او دوه سوه ګرامه هيروئين او دوهمو عملياتو کې پنځه کيلوګرامه چرس ونيول شول. دا نشهيي مواد په يوه کرولا او سراچه موټر کې پټ کړل شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې نشهيي موادو د قاچاقو په تور دوه موټر چلوونکي هم نيول شوي او له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.