د روسیې د بهرنيو چارو مرستیال وزیر ونزوئلا ته ځي

د ونزوئلا ملي بیرغ

د روسیې د بهرنيو چارو وزیر مرستيال په راتلونکو څو اوونیو کې ونزوئلا ته سفر کوي.

روسي رسنيو نن د پنجشنبې په ورځ د سرګي ریابکوف له قوله په داسې حال کې راپور ورکړی چې مسکو د ونزوئلا په بحران کې د ولسمشر نیکلاس مادورو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

د کاراکاس د سیاسي رژیم د مخالفانو مشر خوان ګواېدو چې د واشنګټن او تر پنځوسو زياتو نورو هېوادونو ملاتړ لري، څو مياشتې مخکې خپل ځان د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه اعلان کړی وو.

روسیې او چین د مادورو ملاتړ کوي.

روسیه چې د پیسو او وسلو په برخه کې له ونزوئلا سره مرسته کوي په تېره مارچ مياشت کې خپل شاوخوا سل نظاميان ځای پر ځای کړل.