ساختماني شرکتونه: پکتیا کې د تدارکاتو اداره له قانونه سرغړونه کوي

د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

پکتیا کې د ساختماني شرکتونو خاوندانو د ولایت د تدارکاتو اداره د تدارکاتو له قانون څخه په سرعړونې تورنه کړې.

دوی ویلې دي چې یاده اداره د لویو پروژو قراردادونه له اعلان پرته یو شمېر محدودو شرکتونو ته په پټه ورکوي.

دوی د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته ګڼ شکایتونه سپارلي او ګواښ یې کړی که په یاده اداره کې له قانون څخه د سرغړونې مخه ونه نیسي او یاده اداره د یو شمېر شرکتونو له انحصار ونه ژغوري، په لاریونونو به لاس پورې کړي.

نور حال له پکتیا څخه د اصیل ځاځي په رپوټ کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

پکتیا راپور