د تخار سیمه‌ییز چارواکي: د خواجه غار ولسوالۍ تصفیه شوه

د افغانستان په نقشه کې د تخار ولایت

د تخار ځايي چارواکي دې ولایت ته د دفاع او کورنيو چارو وزیرانو له سفر سره پر یوه وخت په خواجه غار ولسوالۍ کې د تصفې خبر ورکوي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډيو ته وويل، نن شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د دفاع وزیر اسدالله خالد او د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېک تخار ته رسېدلي دي.

ښاغلي هجري زياته کړه چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د عملیاتو په نتيجه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتې او سیمه تصفیه شوې ده.

د خواجه غار ولسوالۍ د مخالفینو له حضوره په بشپړه توګه تصفیه شوې ده: "دوی ته ډېر درانه تلفات هم اوښتې دي. د دوو قوماندانانو په ګډون شاوخوا ۲۲ کسان يې وژل شوي دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.