د ایران مشر ایتالله علي خامنهاي د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د خبرو وړاندیز رد کړ.
دا وړاندیز نن د جاپان صدراعظم شینزو ابه په تهران کې له خامنهاي سره په لیدنه کې کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایرانیان دې له ده سره خبرې وکړي.
خامنهاي په ځواب کې ويلي چې له امریکا سره په رښتینو خبرو باور نهلري. د ایران مشر نن د جاپان له صدراعظم شینزو ابه سره ولیدل:"زه د ټرمپ پیغام ته هېڅ ځواب نه وایم. تاسې ته ځینې مطالب وايم خو هغه ته هېڅ پیغام نه ورکوم. ځکه ټرمپ د پیغام د تبادلې وړ نه بولم. له امریکا سره زموږ ستونزه دا نهده چې دوی وايي د ایران د رژيم تغيیر نه غواړو. که داسې څه وهم غواړي، د اجرا قدرت یې نه لري."
شینزو ابه د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ تهران ته د امریکا له وړاندیز سره ورغلی وو.
د جاپان صدراعظم ایران هڅولی چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي.
له ابه سره پرون د ایران ولسمشر حسن روحاني هم وکتل او ویې ویل چې له امریکا سره جنګ نه غواړي.
امریکا ایران تورنوي چې په سیمه کې ترهګري تمویلوي.
ایران دا تورونه ردوي.
امریکايي پوځيان د ایران د احتمالي تهدیدونو د دفاع لپاره په خلیج کې د خپلو پوځيانو حضور زیات کړی او وایي چې د ایران د هر ډول برید ځواب به په کلکه ورکړي.