د امریکا متحد ایالاتونو د عراق پر یوه شرکت بندیزونه ولګول

د عراق نقشه

د امریکا متحد ایالاتونو د عراق پر یوه شرکت بندیزونه ولګول. دا بندیزونه د ایران له سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت د وسلو په قاچاق کې د مرستې په خاطر لګيدلې دي.

د امریکا خزانې وزارت پرون د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دا بندیزونه په بغداد کې د جنوبي شتمنیو د سرچینو پر شرکت او د دې شرکت پر دوو رئیسانو لګیدلي دي.

اعلامیه څرګندوي چې د دې شرکت دوه مشران مکي کاظم عبدالحمید الاسد او محمد حسین صالح الحسني د ایران له سپاه قدس ډلې سره ارتباط لري.

په اعلامیه کې د امریکا د خزانې د وزیر سټیفن منوچین په وینا راغلې دي چې د دې بندیزونو هدف د ایران سپاه قدس ډلې ته د وسلو د قاچاق مخنیوی دی.

تر اوسه ایران او عراق په‌دې اړه څه غبرګون نه‌دی ښکاره کړی.

د امریکا متحد ایالاتونو د اپریل په میاشت کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ډله یوه ترورستي ډله ونوموله.