د جاپان صدراعظم شینزو ابه د امریکا د متحد ایالاتونو او ایران ترمنځ کړکېچ ته په اشارې وویل چې په سیمه کې باید د هر راز نښتې او جګړې مخه ونیول شي.
شنیزو ابه پرون د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره تر لیدو وروسته خبرې غونډې ته وویل: "موږ ګټورې خبرې سره وکړې چې څرنګه کړکېچ راکم کړو، په سیمه کې د هر راز شخړو مخه ونیسو او څرنګه په سیمه کې ثبات وساتو او سوله ټینګه کړو."
د جاپان صدراعظم پرون تهران ته پهدې نیت ورسېد چې د واشنګټن او تهران ترمنځ به د کړکېچ په کمېدو کې مرسته وکړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې ایران به له امریکا سره جګړه ونه کړي خو که برید پرې وشو سخت ځواب به ورکړي.
روحاني زیاته کړه که چېرته واشنګټن پر ایران له اقتصادي فشارونو لاس واخلي ډېر مثبت بدلون به د سیمې او نړۍ په کچه رامنځته شي.