قاسم جومارت توقايف د قزاقستان د نوي ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
دى د هغو انتخاباتو ګټونکى اعلان شو چې نړيوالو څارونکو پهکې د رأی ورکولو پر مهال د پراخو سرغړونو راپور ورکړى دى.
د انتخاباتو پر مهال په سلګونه سولهييز اعتراض کوونکي د حکومت لهخوا ونيول شول.
توقايف چې پخواني مستبد ولسمشر نور سلطان نظربايف د خپل ځايناستي په توګه غوره کړى و، نن د چهارشنبې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړه.
د لوړې مراسم د پلازمېنې نور سلطان د خپلواکۍ په نوم ماڼۍ کې جوړ شوي وو.
د قزاقستان د پلازمېنې نوم پهدې وروستيو کې له استانې څخه نورسطان ته اړول شوى دى.
د انتخاباتو وروستي نتايج ښيي چې ٦٦ کلن توقايف د تېرې يکشنبې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په سلو کې ۷۱ رأیې ګټلې دي.