په خوست کې سږ کال د غنمو حاصلات تر پخوا زیات شوي دي.
د خوست د کرنې ریاست مرستیال وايي چې په وخت د اصلاح شویو تخمونو د وېشلو او ورښتونو د غنمو حاصلات زیات کړي او ان په ځینو سیمو کې دوه برابره شوي.
بزګر هم د حاصلاتو له زیاتېدو خوښ دي.
یوه بزګر مختارالدین جلالزوی ازادي راډیو ته وویل: "الحمدالله سږ کال نسبت نورو کلونو ته د غنمو حاصلات ډېر ښه وو، هر چا چې تېر کلونهيې فرضاً پنځه خروراره غنم کېدل، تقریباً یو نیم چند يې زیاتوالی کړی دی."
د خوست د کرنې ریاست وايي چې د غنمو د راتلونکي کر لپاره ورته ۴۵۰ مټریک ټنه غنم منظور شوي چې پهدې سره به بزګران وکولای شي په خپلو ځمکو کې اصلاح شوي تخمونه وکري.