ټرمپ او بایډن یو بل ته سپکې سپورې ویلي

د ټرمپ مهم ډموکرات سیال جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او مهم ډموکرات سیال جو بایډن ایووا ایالت ته په سفر کې په یو بل لفظي بریدونه کړي.

ټرمپ پرون سې شنبه ایووا ته تر تلو مخکې په سپينه ماڼۍ کې د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن کم عقل او له ذهني کمزورتیا سره مخ بللی.

بایډن هم د ټرمپ ځواب ورکړی. هغه په اتوموا ښار کې د سې شنبې په ورځ په وینا کې ۷۲ کلن ولسمشر ټرمپ د امریکا لپاره یو موجوده ګواښ یاد کړی.

بایډن ویلي، ټرمپ د کارګرانو او بزګرانو د دفاع ژمنه کړې، خو په ځواب کې یې د ده په خبره هغوی د چین او مکسیکو په څېر هېوادونو سره د تعرفو او مالیاتي لانجو واړول.

د جمهوري غوښتونکي ګوند له‌خوا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ولسمشر ټرمپ کاندیداتوري نږدې مشخصه ده.

خو جو بایډن د ډموکرات ګوند د کاندیداتورۍ لپاره له خپلو څه باندې ۲۰ ګوندي ملګرو سره مخ دی هغه څه چې په یو لړ مقدماتي انتخاباتو کې پرې فیصله کېږي.