ایران د افغانستان د اټمي انرژۍ له کمېسیون سره همکاري کوي

په یوې اټمي فابریکه کې یو شمېر ایراني تخنیکران

د ایران د اټمي انرژۍ سازمان وايي، د افغانستان د اټمي انرژۍ له کمېسیون سره‌یې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی.

د ایران د اټمي انرژۍ سازمان یو بیان کې ویلي چې د افغانستان د اټمي انرژۍ د کمېسیون یو پلاوی د ایران اټمي وړتیاو سره د اشنايۍ او د سوله‌ییزې انرژۍ څخه د کار اخیستلو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په هدف دې هېواد ته ورغلی دی.

ایراني رسنیو د دې هېواد د اټمي ادارې په حواله ویلي چې د انساني ځواک د وړتیاوو په روزلو او د صحت او کرنې په برخو کې د اټمي انرژۍ د کارولو په شمول بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د افغانستان د اټمي انرژۍ کمېسیون نوې رامنځته شوې اداره چې د روغتیا، کرنې، صنعت، انرژۍ، کانونو او چاپېریال په برخو کې له اټمي انرژۍ څخه د سوله‌ییزې استفادې هڅې یې پیل کړي.

خپله دې کمېسیون یا نور افغان چارواکو له ایران سره د دې هوکړې په اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.