په بغلان کې خوشې شوي زندانیان: طالبانو شکنجه کولو

په بغلان ولایت کې د طالبانو له یو زندانه د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۴ تنه خوشې شوي بندیان. June 11 2019

په بغلان ولایت کې د طالبانو له یو زندانه د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۴ تنه خوشې شوي بندیان وايي چې د بند پر مهال شکنجه شوي او د طالبانو له‌خوا ورسره ناوړه چلند شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دا ۳۴ کسان چې وړمه شپه د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د طالبانو له یو زندانه ژغورل شوي وو، د سې شنبې په ماښام‌یې کورنیو ته وسپارل شول.

نوید احمدي چې یو غیر نظامي دی، د سې شنبې په ورځ‌یې وویل، له دوستانو سره له کابله تخار ته روان و چې د بغلان د لارې په اوږدو کې د طالبانو له‌خوا وتښتول شول.

نوموړي د طالبانو په زندان کې د وضعیت په اړه وايي: "کله‌یې چې موږ ونیولو ډېر یې شکنجه کولو، ان موږ یې لمانځه ته نه‌پرېښودو. همدا چې ویل به مو د لمانځه وخت دی، دوی به ویل تاسو مسلمانان نه‌یئ، کافر یئ. په هېڅ وجه‌یې ډوډۍ نه‌راکوله. په یوه کوټه‌یې د شپې له‌خوا ۱۰ کسانو ته یوه ډوډۍ ورکوله."

د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکو چې د سې شنبې په ماښام‌یې دې مراسمو کې برخه درلوده، د طالبانو له زندانه ژغورل شویو کسانو سره نغدي مرسته وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو درې میاشتو کې یې د طالبانو پر زندانونو نهه پراخ عملیات کړي چې په پایله کې یې ۴۰۰ زندانیان چې طالبانو سره بندیان وو، خوشې کړي.