یو لبنانی چې امریکا ته د جاسوسۍ په تور ایران کې نیول شوی و، تر خوشې کېدو وروسته خپل هېواد ته رسېدلی دی.
نزار زکا چې د امریکا دایمي اقامت هم لري په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په ایران کې ونیول شو.
زکا د سې شنبې په ورځ د بیروت هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته په داسې حال کې چې د لبنان د استخباراتو رئیس ورسره ملګری و، د جمهوري ریاست ماڼۍ ته بوتلل شو او ولسمشر میشل عون او کورنۍ یې له نوموړي سره وکتل.
تر دې مخکې یو ایراني چارواکي ویلي و، د دې هېواد یو محکمې لبناني چارواکو ته د نزار زکا له سپارلو سره موافقه کړې ده.
زکا چې د ټکنالوژۍ یو متخصص دی، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ایران لهخوا امریکا ته د جاسوسۍ په تور په ۱۰ کاله بند او په څه باندې څلور میلیونه ډالر جریمه محکوم شوی و.
نوموړي پر ده لګېدلي ټول تورونه رد کړي.