لېمه شنسب: د پښتون ژغورنې د غورځنګ غږ اروپایانو ته رسوو

لېمه شنسب

په وروستیو کې د اروپا څو ښارونه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ دغلته د مېشتو پښتنو او افغانانو د مظاهرو او لاریونونو شاهدان وو.

په اروپا کې د پښتون ژغورنې په ملاتړ د دې غونډو او لاریونونو فعالان وايي، هڅه کوي چې نړیوالو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ ورسوي، څو د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې د دې غورځنګ روا غوښتنې ومني.

په هغو فعالانو کې چې په‌دې اعتراضونو کې برخه اخلي یوه هم لیمه شنسب ده.

لېمه په سویډن کې اوسېږي او د ژورنالیزم د پوهنتون لپاره په چمتووالي بوخته ده. تر څنګ‌یې پښتو شاعري او لیکوالي هم کوي.

نوموړې همدارنګه په سویډن کې د کارګر ګوند غړې ده.

لېمه شنسب وايي، له هغې ورځې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شوی له بېلابېلو لارو یې هڅه کړې چې دلته په اروپا کې د دې غورځنګ د غږ په رسولو کې همکاري وکړي.

نوموړې په‌دې تړاو د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې په غونډو او مظاهرو کې برخه اخلي، ویناوې کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړه افغانانو او اروپایانو سره معلومات شریکوي.

  • دا چې په اروپا کې د دې غورځنګ په ملاتړ غونډې او لاریونونو کې څوک برخه اخلي؟
  • هدف‌یې څه دی؟
  • او پښتون ژغورنې غورځنګ ته څومره ګټه رسولی شي؟

دا او ورته نورې پوښتنې د ازادي راډیو خبریال اجمل اند له لېمه شنسب څخه په یوې مرکې کې کړې دي.

دا مرکه دلته اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له لېمې شنسب سره مرکه