د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نن د جون پر ۱۱مه د احتساب محکمې ته وړاندې کړل شو.
هغه د لسو ورځو تحقیقاتو لپاره د پاکستان د احستاب ادارې په توقیف کې دی.
د پاکستان د احتساب ملي ادارې پر اصف علي زرداري او د هغه خور فریال تالپور تور لګولی چې ډېرې پېسې یې د جعلي بانکي حسابونو له لارې خپل شخصي شرکت ته لېږدولي دي.
فریال تالپور نهده نیول شوې، خو د هغې ضمانت پرون رد شو.
د پاکستان د خلکو ګوند یا د پاکستان پيپلز پارټي پلویانو نن د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې وړې – وړې مظاهرې وکړې.
زرداري به د جون په ۲۱مه بیا محکمې ته حاضر شي.
د پاکستان د احتساب ملي ادارې د اداري فساد په جلا مسئله کې نن د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف وراره، حمزه شهباز هم نیولی دی.
پخوانی صدراعظم نواز شریف هم په زندان کې دی.